سه شنبه, ۱۴ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
له غربي ډیموکراټیکو حزبونو سره د اسلامي حزبونو توپیر

(ژباړه)

خبر:

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ رسماً اعلان وکړ، چې سیاسي-مذهبي ګوند تحريک لبيک (TLP) د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې قانون تر نامه لاندې د «منعه شوي حزب» په توګه وپېژندل شو. فډرالي حکومت ویلي چې دوی په دې اړه معقول دلایل لري او باوري دي، چې دغه اسلامي سیاسي حزب له ترورېزم سره تړاو لري.

تبصره:

د ۱۸۵۷م کال پاڅون د هند د نیمې وچې د خلکو لپاره یوه عبرت‌ناکه بېلګه وه، ترڅو خلک د واکمنو پر ضد له بغاوت کولو څخه وډار شي. انګریزانو دا پېښه په قصدي توګه ترسره کړه او حاکمان تر نن ورځې پورې همغه لاره تعقیبوي.

د پاکستان تر جوړېدو مخکې بیا تر نن پورې، دا خاوره تل د ملي‌پالنې او مذهبي افکارو ترمنځ په شخړه کې ښکېله پاتې شوې ده. د هند د نیمې وچې تر وېش مخکې، د هند د ملي کانګرس ګوند د هند د ټولو خلکو د استازي په توګه راڅرګند شو، خو ډېر ژر څرګنده شوه چې د دغه ګوند مشران په حقیقت کې د داسې حکومت د جوړولو په لټه کې دي، چې هندوان پکې پر هر څه واکمن وي؛ که څه هم هغوی په ظاهره «ملي خوځښت» معرفي کاوه.

په هغه وخت کې د مسلمانانو مشرانو لکه؛ محمدعلي جناح، محمدعلي ګوهر، مولانا ابوالکلام آزاد او حسین شهید سهروردي له دغه ګوند سره همکاري کوله؛ ځکه د هند د وېش او جلا کېدو مفکوره لا نه وه مطرح شوې او هغوی د هند نیمې وچې په یووالي باور درلود.

خو د وخت په تېرېدو سره د مسلمانانو مشران پوه شول، چې د کانګرس ګوند په اصل کې یوازې د هندوانو ګټې خوندي کوي او مسلمانان له پامه غورځوي. د همدغه حالت په غبرګون کې د مسلمانانو د حقونو د دفاع لپاره یو نوی ګوند جوړ شو، چې همغه په ټول هند کې د مسلمانانو اړیکه وه.

دا ګوند د بشري فکر زېږنده و او د «مسلمانانو د بقا او پرمختګ» لپاره یې ځانګړی تعریف وړاندې کاوه؛ خو د اسلام له نظره، ټولې مفکورې باید د اسلامي عقیدې پر بنسټ ولاړې وي. همدا د عقیدې له بنسټ څخه سرغړونه وه، چې وړاندې شوې حللاره نیمګړې او بې‌پایلې پاتې شوه؛ یوه داسې حللاره چې نه په بشپړ ډول اسلامي وه او نه یې هم له معاصرې نړۍ سره سمون درلود.

شاوخوا څلوېښت کاله، وروسته له هغه چې دا ګوند جوړ شو، بالاخره وتوانېد چې خپل اصلي هدف ته ورسېږي؛ یعنې د هند د مسلمانانو لپاره د یوه خپلواک هېواد جوړول، چې همغه اوسنی پاکستان دی. خو په حقیقت کې هغه څه چې بریالي شول د ملي‌پالنې افکار وو، نه اسلامي افکار. دغه ملي‌پال فکر له دیني رنګ او بوی سره ګډ شول، ترڅو د مسلمان ولس ملاتړ ترلاسه کړي. یعنې که څه هم ظاهراً دا کار اسلامي ښکارېده، خو په اصل کې هدف د قوم او مليت پر بنسټ د یوه ملت جوړول وو، نه د اسلامي عقیدې او اسلامي نظام پر بنسټ.

موږ د پاکستان مسلمانان تر ننه د ملي‌پالنې په افکارو کې بند پاتې یو. د دین احساس زموږ په بدن کې شته، خو یوازې په زړونو کې بند پاتې دی او عمل نه ترسره کوي، تر دې چې ان د فلسطین لپاره هم په سمه توګه اواز نشو پورته کولی او همدا حالت د دې لال شوی، چې نور خلک له دې کمزورۍ څخه ناوړه ګټه واخلي.

په اسلام کې سیاست د خلکو د چارو سمبالول دي. له همدې امله په اسلام کې سیاسي حزب یعنې د مومنو مسلمانانو هغه ډله ده چې د اسلام پر بنسټ راټولېږي، ترڅو خلک سیاسي اسلام ته راوبولي او ژوند د هغه د نظام له مخې تنظیم کړي.

د سیاسي حزبونو په اړه د حزب‌التحریر اساسي قانون داسې بیانوي: «مسلمانان حق لري چې سیاسي حزبونه جوړ کړي، ترڅو حاکمان محاسبه کړي یا د امت له لارې واک ته ورسېږي، په دې شرط چې دغه حزبونه د اسلامي عقیدې پر بنسټ ولاړ وي او کوم احکام چې ټاکي، هغه باید اسلامي احکام وي. د داسې حزب د تاسیس لپاره د اجازې اخیستل اړین نه دي، خو هره ډله یا تشکیل چې له اسلام پرته پر بل بنسټ ولاړ وي، حرام دی.» همدارنګه د مسلمانانو هېڅ یوه ډله دا حق نه لري، چې له اسلامي عقیدې او د ژوند لپاره له اسلامي نظام پرته پر بل بنسټ جوړه شي.

په مقابل کې، د پاکستان اساسي قانون په خپله ۱۷مه ماده کې وايي: «هر څوک حق لري چې بنسټ یا اتحادیه جوړه کړي، خو هغه محدودیتونه باید په پام کې ونیسي، چې قانون یې په منطقي ډول د هېواد د حاکمیت، امنیت، عامه نظم یا اخلاقي ارزښتونو د ساتنې لپاره ټاکي.»

د پاکستان د دولت وروستی اقدام، چې د «تحریک لبیک پاکستان» پر وړاندې یې د ترورېزم ضد قانون پلی کړ او دغه حزب یې منعه اعلان کړ، دا څرګندوي چې د دولت معیارونه د سیاسي حزبونو په اړه له اسلامي معیارونو سره توپیر لري. خو تحریک لبیک پاکستان یو سیاسي حزب دی، لکه نور مذهبي حزبونه چې په ټاکنو کې برخه اخلي او ان په پارلمان کې څوکۍ هم لري. له دې موضوع څخه څرګندېږي، چې دغه حزب هم د موجود نظام تابع دی او په اسلام کې د سیاسي حزب له اصلي مفهوم سره سمون نه لري.

له همدې امله، له لبیک حزب سره د دولت چلند د همغه نظام له لوري و، کوم چې د دغه حزب غړو په پیل کې منلی او مشروع بللی و؛ خو وروسته یې پرې نیوکې پیل کړې. پر همدغه بنسټ کله چې د لبیک پلویانو د فلسطین په اړه د دولت د سیاست پر ضد اعتراض وکړ او سړکونو ته راووتل، نو له دوی سره همغه چلند وشو لکه څنګه چې په ۱۸۵۷م کال د پاڅون پر مهال شوی و؛ همغه چلند چې ریښه یې په هغې روحیه کې ده، چې د انګریز له استعمار څخه اوسنیو حاکمانو ته پاتې ده.

دا پېښه څرګندوي چې اصلي ستونزه د دغه حزب په مذهبي اړخ کې ده. که دا مذهبي اړخ په بشپړ ډول د ملي ګټو د سیاست په چوکاټ کې حل شي، نو حکومت ته د منلو وړ ګرځي. که په روښانه توګه ووایو، که چېرې تحریک لبیک پاکستان نن له خپل مذهبي لیدلوري او دریځ څخه تېر شي او یوازې خپل نوم وساتي، نو بیا به د پاکستان د حاکمانو لپاره هېڅ خطر نه وي.

د یوه سیاسي حزب لپاره روا نه ده چې په یوه داسې سېکولر حکومت کې ګډون وکړي، چې اسلام یې د قدرت له ډګر څخه څنګ ته کړی دی؛ یعنې نه یې باید د دولت په جوړښت او نه یې په یوځایوالي کې ګډون وکړي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [مائده:47]

ژباړه: او هر څوک چې پر هغه څه حکم ونه وکړي، چې الله نازل کړي دي، هغوی فاسقان دي.

د پاکستان اوسنی وضعیت هغې حللارې ته اړتیا لري، چې یوه پېړۍ مخکې ورته اړینه وه. دغه حللاره نه «د هند د مسلمانانو د اړیکې» په جوړښت سره ترلاسه کېدلی شي او نه هم د نن ورځې د «تحریک لبیک پاکستان» په له منځه وړلو سره ترلاسه کېدلی شي. رښتینې لاره د اسلام بنسټونو ته ور ګرځېدل دي او هغه خلیفه ته د دولت سپارل دي، چې یوازې د الله سبحانه وتعالی د احکامو پر بنسټ حکم وکړي او خپلې لښکرې چمتو کړي ترڅو د قدس خاوره د یهودو له منګولو څخه خلاصه کړي. دا فرصت د عطف ټکی کېدلی شي، ترڅو مسلمانان په اسلام کې یوه ګډ او بنسټیز هویت ته ور وګرځي، هغه هویت چې له پولو، قومونو او ژبو څخه لوړ دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ﴾ [انبیاء: 92]

ژباړه: په حقیقت کې ستاسو دغه امت، یو واحد امت دی او زه ستاسو رب یم، نو يوازې زما عبادت وکړئ.

 

لیکوال: اخلاق جیهان

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې